د پروان ولایت جبل السراج او بګرام ولسوالیو ترمنځ د ۲۲ کیلو متره سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د پروان مرستیال والي محمد ادریس انوري یاده لاره د هېواد او ګاونډیو هیوادونو تر منځ یوه حیاتي لاره وبلله، او د بیا رغونې چارې یې ښاري ښکلا، هېواد او وګړو ته خدمت وګاڼه. د پروان د ټولګټو چارو رییس عزت الله عارف وایي د یاد سړک په بیا رغونه کې ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د یاد سړک د بیارغولو چارې به څه د پاسه ۲ میاشتو کې بشپړې شي.
































