د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له نوي ټاکل شوي سفیر سره تعارفي ناسته کړې ده. د کورنیو چارو وزارت پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې د دې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژیوچینګ سره تعارفي ناسته وکړه او د هرکلي ترڅنګ یې د سرپرست حکومت له لوري نوموړي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ. یاد وزارت ویلي، چې سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چین وروستۍ پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي، چې ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لید لوری درلودلی دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر ژیوچینګ وویل چې افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیله یې و ښوده چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې هم و لري.
































