چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

اروپا باید د بازاري سيالۍ پر وړاندې پر ځان باور ولري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 20, 2023
in نړیوال خبرونه
0
اروپا باید د بازاري سيالۍ پر وړاندې پر ځان باور ولري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په وروستيو کې د اروپايي ټولنې کمېسيون رئيسې اورسولا ون دير ليون اعلان کړی چې د چين د برېښنایي موټرو اړوندو تصديو ته د مرستندويه پيسو د ورکړې  پر ضد به پلټنه پيل کړي. په دې اړه د اروپا په دننه کې غړو هېوادونو ډېر بحثونه کړي دي. ځينې وايي چې په اقتصادي سيالۍ کې د چين مخنيوی د اقتصادي ستونزو د لرې کولو ښه تګلاره نه ده او جزایي تعرفې او سوداګريز خنډونه به يوازې په سوداګرۍ کې ښکېلو خواوو ته زيانونه ورسوي. د المان د موټر تصدۍ هم په دې اړه اندېښمنې دي چې د اروپايي ټولنې د يادې کړنې له امله به د ګمرکاتو په برخه کې له چين سره مبارزه وکړي او د خپل هېواد د موټرو صنعت به دايمي ګټو ته ورسوي. د لوېديځو هېوادونو د عامه افکارو په اند د اروپايي ټولنې له يادې پرېکړې څخه ښکاري چې د اروپا ځينې هېوادونه له عادلانه سيالۍ څخه وېره لري.

د اروپا خبري رسنيو خبر ور کړی چې د يادې پرېکړې پر وړاندې د المان او فرانسې رويې بېلې دي: د فرانسې حکومت او د موټرو صنعت د اروپايي ټولنې له پرېکړې څخه ملاتړ کوي، خو د جرمني د موټرو ټولنې له يادې کړنې سره مخالفت کوي. ولې د دوی رويې بېلې دي؟ لامل يې اسانه دی. څرنګه چې د چين په بازار کې د جرمني د موټرو صنعتي ګټې د فرانسې په پرتله زياتې دي او پر دې اندېښمن دي چې د اروپايي ټولنې يادې پرېکړې ځان ته سخت زيانونه ورسوي. دغه ټکي ته په کتو سره د اروپايي ټولنې کمېسيون په منطقي ډول د اروپا د ټولو غړو هېوادونو  ګټو ته پاملرنه نه کوي. د المان ((WiWo)) مجلې په خپلې مقالې کې داسې ليکلي چې د چين د برېښنایي موټرو په مقابل کې د اروپايي ټولنې پرېکړه د سياسي عواملو له خوا پرمخ وړل شوې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په اروپايي بازار کې د برېښنایي موټرو په هکله د نړیوالو تصديو سيالي سخته ده. اوس مهال په دې بازار کې د چين برېښنایي موټر شاوخوا په سلو کې اته برخه نيولې ده چې رقم يې لوړ نه دی. اړوندې تصدۍ لاهم د يادې برخې د زياتېدو لپاره هڅې کوي. د بيې له لحاظه په اروپايي بازار کې د چين برانډ لرونکي موټرو بيې د چين د کورني بازار په پرتله لوړې دي. نو ځکه د چين د برېښنایي موټرو په مقابل کې د مرستندويه پيسو ضد پلټنه بې دليله ده.

په لوېديځو هېوادونو کې متل دی وايي چې روم په يوه ورځ کې نه شي جوړېدای. ولې په وروستيو کلونو کې د چين د برېښنایي موټرو صنعت په بازار کې له نورو هېوادونو سره د سيالۍ پياوړی توان لري، عمده لامل يې دا دی چې د چين د موټرو تصدۍ اړوند نوښت او څېړنې ته ادامه ورکړي او صنعتي ځنځيرونه د نورو هېوادونو په پرتله بشپړ دي. خو اروپا د هغو موټرو د توليدي مرکز په توګه چې نفت پکې استعمالوي، د برېښنایي موټرو د توليدولو او څېړلو په برخه کې تر چين او امريکا وروسته پاتې ده. ځينو اروپايي هېوادونو او د موټرو لويې تصدۍ پر دې اندېښمنې دي چې د چين برېښنایي موټرونه به د اروپايي بازار ټوله برخه ونيسي. دغه اندېښنه د يادې پرېکړې واقعي لامل شوی دی.

له اوږدې مودې راهيسې چين د اروپا د موټرو تصدۍ مهم بازار ګڼل کېږي. د چين حکومت هېڅکله خپل کورني بازار ته د دوی د موټرو د داخلېدو لپاره خنډونه نه دي جوړ کړي او د دغو تصديو ثابتې ګټې تضمين شوي دي. نو کله چې د چين برېښنایي موټرو صنعت پرمختګ موندلی دی، ولې اروپا  يو شان رويه نه ده غوره کړې؟ اروپايي ټولنې د عادلانه سيالۍ په پلمه ياده پرېکړه وکړه او سوداګرۍ ساتونکې رويه غوره کوي چې دا نه يوازې د بازاري اقتصاد د عادلانه او پرانيستې سيالۍ له اصولو څخه بلکې د ازادې سوداګرۍ په هکله د دغه کمېسیون له دريځ څخه سرغړونه هم ده.

حقيقت دا دی چې اروپا په نړۍ کې د موټرو مهمه توليدي اډه ده او د برانډونو، مستعدو کسانو او تخنيک په برخو کې ډېرې تجربې لري، نو د برېښنایي موټرو د پرمختګ لپاره ډېر ګټور شرایط هم لري. د بهرنۍ سيالۍ پر وړاندې اروپا بايد په عادلانه بازاري چاپېريال کې د خپلو چارو د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره پر ځان باندې باور ولري.

د چين او اروپا د موټرو چارو له لحاظه دواړه خواوې ډېر همکاريز فرصتونه او ګډې ګټې لري او په دې برخه کې يې يو له بل سره یو ځای شوي دي. د يو اړخيزم او سوداګرۍ ساتونکې کړنې د ډېرېدو په حال کې چين او اروپا بايد د خبرو اترو او مشورو له لارې اوسني توپيرونه لرې کړي، له سوداګرۍ ساتونکې کړنې سره دې مخالفت وکړي او د نړيوال صنعتي ځنځيرونو ثبات دې وساتي.

Previous Post

تېره میاشت تر ۱۰۰۰ ډېرې افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

Next Post

هان جنګ د نړيوال پرمختګ وړانديز د همکاريزو لاسته راوړنو په لوړ پوړې غونډې کې ګډون او وينا وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

هان جنګ د نړيوال پرمختګ وړانديز د همکاريزو لاسته راوړنو په لوړ پوړې غونډې کې ګډون او وينا وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ولسمشرۍ د کانديدانو له سيالۍ څخه د جو بايډن له وتلو څخه ښکاري چې د امريکا سياسي حالت ترینګلی دی

جولای 23, 2024
هرات کې ۶۰ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شو

هرات کې ۶۰ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شو

جولای 19, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ