د طلايي پانډا لومړی کلتوري فورم د سپتمبر په ۲۰مې نېټې د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې تر سره شو.
دغه فورم د طلايي پاڼدا په نوم د جايزو ورکولو له فعاليتونو څخه دی، چې پکې څه باندې ۳۰۰ چيني او بهرنيو مېلمنو ګډون کړی و.
د فورم ګډونوالو د نړيوال تمدن وړانديز د تطبيق، د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او متقابلو زده کو د پياوړتيا او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په موضوعاتو بحث او د نظريو تبادلې کړې دي.
د طلايي پاڼدا جايزو د ورکولو مراسم هم په همدې ورځ په چنګ دو ښار کې تر سره شول، چې ممتازو فلمونو، تلويزيوني ډرامو، مستندو او کارټوني فلمونو ته پکې ۲۵ جايزې ورکړل شوې دي.
































