د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۲۰مې نېټې په ماسپښين د جه جيانګ ولايت له شاو شينګ ښار څخه لېدنه کړې ده.

نوموړی په شاوشينګ ښار کې د فنګ چياو تجربې نندارتون تللی او د فنګ چياو تجربې د تاريخ او وروستي پرمختيايي حالت په اړه معلومات يې تر لاسه کړل.

شي جين پينګ په همدې ورځ د جه جیانګ په ختیځ کې د کانال کلتوري پارک څخه هم لېدنه کړې او د لرغوني کانال د تاريخ، د لوی کانال د ساتنې او د لوی کانال ملي کلتوري پارک د جوړولو په اړه يې مالومات واورېدل.
(ژباړه: شکريه)
































