په بلوچستان کې د یوې نښتې پر مهال اته پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله ویلي چې دا پېښه په ماشکیل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او قاچاق کوونکو ترمنځ شوې چې څلور ساعته یې دوام کړی دی. د هغه په خبره په یاده نښته کې دوه عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. نوموړي ویلي چې ټپیان یې روغتون ته لېږدولي او د دوو هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. بلوچستان په دې وروستیو کې د ورته ګڼو پېښو شاهد دی چې د ډېریو پړه یې بلوڅ بیلتون غوښتونکو پر غاړه اخیستې ده.
































