سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له چین سره د نورو د همکاریزو اړیکو د ټينګښت لامل درناوی او صمیمي رویه ده

لیکنه: هیله؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 24, 2023
in نړیوال خبرونه
0
له چین سره د نورو د همکاریزو اړیکو د ټينګښت لامل درناوی او صمیمي رویه ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۱۹مې دورې اسیايي سپورټي لوبې د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د چین په هانګ جو ښار کې پرانیستل شوې. د اسیا د مختلفو هېوادونو مېلمنو او پلاویو د دې لوبو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی. په دې جمله کې د سوریې ولسمشر بشارالاسد راتګ ډېر د پاملرنې وړ دی.

د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱م کال کې پيل شوه او امریکا د سوریې حکومت له مخالفینو ډېر ملاتړ کړی او کوي يې. نو د بشارالاسد حکومت په تېرو لسګونو کلونو کې د امریکې د سختو بندیزونو له امله یوازې د منځني ختیځ هېوادونو او روسیې ته سفر کړی. چین ته د بشارالاسد دغه سفر په تېرو لسګونو کلونو کې د ده تر ټولو اوږد سفر دی. هغه مخکې په ۲۰۰۴م کال کې له چین څخه رسمي لیدنه کړې او دا چین ته د ده دوهم سفر دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دا چې بشارالاسد لا هم د امریکې له بندیز سره مخ دی، چین د ده د ورتګ لپاره یوه ځانګړې امنه لار ټاکلې او ده د چین په یوه ځانګړې الوتکه کې سفر کړی دی.

کله چې بشارالاسد هانګ جو ښار ته ورسېد، د چیني چارواکو له خوا يې تود هرکلی وشو.

 بشارالاسد يې له خپلې مېرمنې سره د هانګ جو له لینګ ین له معبد څخه لیدنه وکړه، د اسیايي سپورتي لوبې په پرانیستې په مراسمو کې نندارچیانو د سوریې  له پلاوی په چک چکو هرکلی وکړ او بشارالاسد په دې ډېر خوښ او خوشاله شو.

د لوېديځو هېوادونو له خوا د نړۍ جوړه شوې بڼه کې ، دا هېڅ امکان نه لري چې د نړۍ په کچه يو اغېزلرنکی هېواد له يوه کوچني او جګړې ځپلي هيواد مشر ته په لوی فعالیت کې د ګډون بلنه ورکړي او یا ور سره همکارۍ کوي. د ډېرو لوېديځو سیاستوالو په اند، کوچیني هېوادونه د خبرو او نظر حق نه لري او باید هغوی د پياوړو هېوادونو تر کنټرول لاندې وي.

خو اوس دغه حالت بدل شوی. په چین کې هر یو هېواد مساوي حقونه لري او د هر چا درناوی کېږي. چین په عادلانه توګه له ټولو هېوادونو سره د سوله ییز پرمختګ په اړه د نظریو تبادلې کوي.

چین څه موده مخکې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ کړکیچ په سیاسي حل کې منځګړیتوب کړی او په دې سره د منځني ختيځ ترینګلی وضعیت تر ډېرې اندازې پورې ارام شوی او د سیمې نورو هېوادونو ته د پرمختګ نور ښه فرصت برابر شوی دی. په عین وخت کې په عرب لیګ کې د سوریې د بېرته یو ځای کېدو زمینه هم برابره شوې ده او ښايي د منځني ختيځ وضعیت آرامتیا نوره هم وهڅول شي. سوریه غواړي له چین سره همکارۍ نورې ژورې کړي او د منځني ختيځ نوې امنیتي بڼه جوړه کړي او هغوی د واشنګټن له زور کنټروله وباسي.

امریکايي ځواکونه له تېر لسګونو کلونو په ناقانونه توګه د سوریې په شمال ختيځ کې میشت وو او د لوټمارۍ عملونه يې ډېر کړي او ځايي خلکو ته يې سخت زیانونه رسولي دي. د سوريې حکومت په روانه میاشت کې ملګرو ملتونو ته د یو پيغام په لیږلو سره پر واشګټن دعوا وکړه چې د سوریې شتمني او ستراتيژيکې سرچینې يې لوټ کړې او باید سوریې ته د ۱۱۵ میلیارډه امریکايي ډالر تاوان ورکړي.

ځواکمن هېوادونه باید د ځاني پرمختګ په عین وخت کې له نورو سره مرستې وکړي. خو د لوېديځو هېوادونو سیاستوال په تېره بیا د امریکې سیاستوال په دې هېڅ نه پوهېږي. خو هغه هېوادونه چې مخکې یا اوس د لوېديځو هېوادونو تر بندیزونو او ځپلو لاندې دي، په دې ښه پوهېږي.

د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادرو موروس د روان سپټمبر له ۸مې تر ۱۴مې نېټې چین ته سفر وکړ. سوریه او وینزویلا، یو په منځني ختيځ کې او بل په لاتینې امریکا کې، دواړه هېوادونه یو له بله ډېر لرې پراته دي، خو ډېر ورته والی لري، دوی دواړه د امریکې تر بندیزونو لاندې دي، د واشنګټن د لاسوهنې له امله د دغو دواړو هېوادونو د پرمختګ پروسه زیانمنه شوې. په عین وخت کې دوی له چین سره همکاریزې اړیکې ټينګې کړې او دا د خپل هېواد برخلیک د بدلېدو لپاره کلیدي فرصت بولي. لامل يې دا دی چې چین ورسره د همکارۍ او تبادلې په ترڅ کې تل د دوی درناوی کړی او صمیمي رویه يې غوره کړې ده.

Previous Post

ډبلیو اېف پي: څه باندې ۲۹ میلیونه افغان وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

Next Post

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

جولای 13, 2023
نړیوال بانک: په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

نړیوال بانک: په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

جون 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ