د چين حکومت شاوخوا ۹۰ ټنه بشري مرسته پرون د ليبيا ختيځ ښار بنغازي ته رسېدلې ده. په ليبيا کې د چين سفارت په هوايي ډګر کې د دغه هېواد اړوندې ادارې ته ياده مرسته سپارلې او د سپارلو مراسمو کې یې په ليبيا کې د چين سفارت لنډ مهاله شارژدافير ليو جيان، په چين کې د ليبيا د سفارت لنډ مهاله شارژدافير خالد او د ليبيا د سرې مياشتې ټولنې سرمنشي عمر هم ګډون کړی و. ليو جيان په هوايي ډګر کې رسنيو ته ويلي، چې د چين په دغې بشري مرستې کې خيمې، کمپلې، د اوبو پاکولو وسايل او ځينې نور توکي شامل دي. د چين سره صليب ټولنې څو ورځې مخکې د ليبيا سرې مياشتې ټولنې ته د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت بېړنۍ نغدي مرسته هم سپارلې ده. د لیبیا چاروکو ویلي، چې د چين او نورو هېوادونو په مرسته به دغه هېواد کې د سيلاب ځپلو لاسنیوی وکړي او ړنګ شوي ځایونه به بیا اباد کړي.
































