چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د خانګجو د اسيايي لوبو ښه راغلاست او هرکلي د تمدن تبادلې او دوه اړخیزې زده کړو وده ورکول دی

لیکنه: په افغانستان کې د چین سفیرجآو شینګ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 26, 2023
in افغانستان, سپورت, نړیوال خبرونه
0
د خانګجو د اسيايي لوبو ښه راغلاست او هرکلي  د تمدن تبادلې او دوه اړخیزې زده کړو وده ورکول دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سپټمبر په ۲۳مه نېټه د چين په خانګجو ښار کې د اسيايي لوبو د ۱۹مې دورې سيالۍ پيلېږي. د اسيا له ۴۵ هېوادونو او سيمو څخه څه دپاسه ۱۲۵۰۰ ورزشکاران به د اسيايي خلکو د دغه سپورتي سيالۍ د لمانځلو لپاره سره راغونډ شي او د خانګجو په زړه پورې منظرې او بډايه کلتور به تجربه کړي. دا سپورتي سیالۍ به نه یوازې د افغانستان په ګډون د اسیایي هېوادونو د ورزشکارانو لپاره د سیالۍ ډګر وي، بلکې د اسیایي تمدنونو ترمنځ د ورزشي اړیکو، تبادلې او متقابلې زده کړې د ودې لپاره به یو مهم اصول هم برابر کړي.

جګړې په افغانستان کې بې شمېره زخمونه پرې کړل ، چې افغان ټولنه یې له ژور بحران سره مخ کړې ده. په هر حال، سپورټ او ورزش د افغانانو لپاره د خوشبینۍ سرچینه ده. په ۲۰۱۰ کال کې د ګوانګجو اسيايي لوبو پر مهال افغانستان له کړکېچ او جګړې سره مخ و.خو بیا هم  افغان ورزشکارانو د ګډوډۍ او تاوتریخوالی په ترڅ کې په منظمه توګه د تمرین کولو ، او افغان پلاوی د ژمنې سره سم د اسیا جام پړاو ته ورسېد. د افغانستان د اسيايي سياليو د پلاوي استازي وويل، سره له دې چې افغانستان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى، موږ غواړو نړۍ ته وښيو چې دا هېواد يوازې په جګړه کې نه دى، د سپورت په څېر ښکلي څيزونه لا هم شتون لری .

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

دوه کاله وړاندې د بهرنیو یرغلګرو په وتلو سره افغانستان د خپلواکې د پرمختګ نوي پړاو ته داخل شو،او له ګډوډۍ څخه د ثبات پر لور روان شو. افغانان بالاخره د خپل وطن خاوندان او د افغانستان د سپورت سکتور په ښه کیدو او وده پیل کړ. په دې وروستيو کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست اعلان وکړ چې د سږ کال د خانګجو اسيايي لوبو په ۱۷ سياليو کې به څه باندې ۱۰۰ افغان لوبغاړي ګډون وکړي چې دا تاريخ کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

ووشو د چين  د ملت د ارزښتناک کلتوري ميراث په توګه د چين د کونګ فو د سپورت په ډګر کې ځای پر ځای شوی او د اسيايي لوبو په دې ګڼه کې د پام وړ اهميت لري. په ۲۰۰۰ کال کې د افغانستان د ووشو فدراسیون په لویدیځ ولایت هرات کې تاسیس شو.او سربیره چې په افغانستان کې ووشو  د ویاړ، ناورین، او همدارنګه د جګړې له امله د ډیری ورزشکارانو بې ځایه کیدلو شاهد دی. خو د افغانستان د ووشو فدراسیون له شلو کلونو ناکراریو وروسته اوس هم فعالیت کوي او افغان ورزشکاران لا هم تمرین کوي .

د رسنیو د راپور له مخې، افغان ورزشکار محمد خالد هوتک، چې د چینایي کونګ فو فلمونوڅخه یې الهام اخیستی، په ۱۴ کلنۍ کې یې د ووشو تمرین پیل کړ، هغه د ژوند له ننګونو سره مقابله وکړه او ۱۶ کاله یې په دقت او هڅه سره ځان سیالیو ته چمتو چې اکثره یې د چینايي ووشو له اتلانو سره سیالي وکړه ،او بالاخره یې د 2018 اسیایي لوبو کې د ووشو په سیالیو کې د سیالیو اتلولي وګټله او د برونزو مډال یې ترلاسه کړو. اوس په دېرش کلنۍ کې هوتک هوډ لري چې د خانګجو په اسيايي لوبو کې د افغانستان په استازيتوب خپله ټوله هڅه وکړي. هوتک په دې باور دی چې “که څه هم ډېر لږ خلک د  ووشو تمرین او لوبې کوي، خو دا کولی شي د سولې او دوستۍ پیغامونه هم ورسوي. زه هیله لرم چې زما د هڅو له لارې به نور افغانان د ووشو په اړه پوهه او مینه پیدا کړي.                                                                                                         د مارچ په پنځلسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نړيوال تمدن نوښت وړانديز وکړ چې د نړيوال کلتوري تبادلې او د متقابلو زده کړو د پياوړتيا او د بشري تمدن د پرمختګ لپاره د چين د حل لاره وړاندې کړه. د هوتک او اسيايي لوبو کيسه د سپورت له  لارې د دوو لرغونو تمدنونو، چين او افغانستان د يو ځای کېدو بېلګه ده .

د نړیوال تمدن نوښت د تمدنونو تنوع ، د انسانیت ګډو ارزښتونو، د تمدنونو د میراث او نوښت اهمیت ته درناوي لری، او د نړیوالو خلکو ترمنځ د خلکو تبادلې او همکارۍ پیاوړې کوي. همدارنګه، سپورت کولی شي د کلتورونو څخه تیر شي، توپیرونه پټ کړي، د انسان احساساتي تبادلې ته وده ورکړي، او دوه اړخیز کلتوري هویت ترلاسه کړي. له همدې امله، د خانګجو اسيايي لوبې د څو کلتوري تبادلې او ادغام لپاره د يوې مهمې مرحلې په توګه نه يوازې د “لوړ، چټک، پياوړي او يوځای” روحیه جوړوي ، بلکې په آسیا کې د خلکو تر منځ د تبادلې، کلتوري ادغام او متقابل تفاهم کې د نوي افقونو په جوړولو کې هم مرسته کوي .

د ملتونو تر منځ اړیکي د هغو د خلکو تر منځ د اړیکو پر بنسټ ولاړ دي. د چين او افغانستان خلک له اوږدې مودې راهيسې دوستي لري. په دې نوې تاريخي دوره کې، چين او افغانستان به له اسيايي لوبو څخه د يو نوي فرصت په توګه ګټه پورته کړي چې په پرله پسې توګه د سپورت په شمول خپل کلتوري تبادلې پراخې کړي. زه باور لرم چې کله افغان ورزشکاران د هانګ جو اسيايي لوبو پړاو ته ننوځي، د چينايي نندارچيانو له تود هرکلي سره به مخ شي. زه دوی ته لوی بریالیتوب غواړم او هیله لرم چې دوی د پام وړ پایلې ترلاسه کړي !

Previous Post

پاکستان یو ځل بیا پر تازه میوو بار موټرو ته له کرښې د اوښتو اجازه نه ورکوي

Next Post

هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی

هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر زیات شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د ولسمشر په لارښوونه؛ پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ وېش پیل شو

د ولسمشر په لارښوونه؛ پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم د وچې ډوډۍ وېش پیل شو

مې 9, 2020

ارمنستان او اذربایجان د قره‌باغ پر مسئله مذاکرات پیلوي

اپریل 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ