د بریتانیا حکومت له افغانستان، اوکراین او هانګ کانګ څخه دې هېواد ته له کډه شویو تر ۲۱ کالو کم عمره ځوانانو او ماشومانو سره د رواني روغتیا په برخه کې د دوه نیم میلیون پونډو مرسته اعلان کړې ده. د بریتانیا حکومت په خپله ویبپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې مشورتي ادارې او رضاکاره سازمانونه کولای شي د دغو مرستو د یوې برخې د ترلاسه کولو لپاره په دواطلبۍ کې ګډون وکړي.
































