د مسکو فارمټ غونډه کې د چین استازي ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان حکومت په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي او امریکا باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان حکومت د ځینو چارواکو پر سفرونو لګېدلي بندیزونه دې لرې او دوی ته باید فرصت ورکړل شي، چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي. دې غونډې ته دغه راز د متحده عربي اماراتو استازي ویلي، چې دوی د یو سولهییز او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او له افغانستان سره تعامل او همکاري غواړي. نوموړي زیاته کړې؛ یوه اونۍ وړاندې يې افغانستان ته خپل سفیر هم لېږلی دی.
































