د سرپرست حکومت یو څلور کسیزه پلاوی د اسلامي وحدت په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی. په کابل کې د ایران سفارت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د اسلام د ستر پیغمبر «حضرت محمد صلی الله علیه وسلم» د زیږېدنې په مناسبت به د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د اسلامی وحدت کنفرانس د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د لسګونه استازو په ګډون په تهران کښې جوړ شي او په یاد کنفرانس کې به د مسلمانانو د یووالي په هکله خبرې وشي. تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له یو شمېر چار واکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.
































