د افغانستان د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي په اسیایي اولمپیکي سیالیو کې له ګډون ورسته ډک لاس هیواد ته را ستانه شول. د نولسم پړاو اسیايي سیالۍ چې د چین هېواد په کوربه توب په هانګ جو ښار کې روانې دي، له افغانستانه هم پکې په ۱۷ بېلابېلو ورزشي رشتو کې لوبغاړو ګډون کړی دی. د ووشو او تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي لومړۍ ډله ده، د دریو برونزو مډالونو سره هېواد ته را ستانه او د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شول. د ووشو فدراسیون رییس بلبل شاه خالد خوښي ښيي چې د ووشو د برخې لوبغاړو دوه د برونزو مډالونه خپل کړي دي. نوموړی وایي دوی به لا خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې په راتلونکې کې یاد مډالونه په طلا بدل کړي.
































