چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د ۱۷ هېوادونو ژورناليستانو له شينجيانګ لیدنه وکړه او د هغه پرمختګ یې ستايلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 3, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د ۱۷ هېوادونو ژورناليستانو له شينجيانګ لیدنه وکړه او د هغه پرمختګ یې ستايلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادوونکو هېوادونو د خبري رسنيو د مسئولينو روزنیزه برنامه د تېر سپتمبر له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې د چين په شينجيانګ اويغور کورواکې سيمه کې ترسره شوه. دغه برنامه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او د شينجيانګ د سيمه ييز حکومت د مطبوعاتي دفتر لخوا جوړه شوې او د بلژیک، کاناډا، جرمني، اندونيزيا، ايران او قزاقستان په ګډون د ۱۷ هېوادونو ۲۲ ژورنالیستانو پکې ګډون کړی و او پر مهال يې د شينجيانګ اورمچي ښار، کاشغر ښار او ئيلي سيمې ته سفر کړی، له ځايي اوسېدونکو سره يې مخامخ خبرې کړې، دغه راز د چین او اروپا د باروړونکو اورګاډو له مرکز، د کاشغر لرغوني ښارګوټي، د ئيلي ښار له ځانګړو واټونو څخه يې لیدنه کړې، چې پدې سره يې د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ رښتينی وضعيت له نږدې لیدلی دی.

دغه خبريالان پدې نظر دي، چې د شينجيانګ اقتصاد ښه پرمختګ کوي، ټولنه يې همغږې او ثابته ده او کلتور يې غني او سمسور ساتل شوی چې د” یو کمربند او یوې لارې” وړانديز د پلي کېدو له لسو کلونو راهيسې  په دې سيمه کې د ترلاسه شوو پرمختګونو ښکارندويي کوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د جرمني د برلين ورځپاڼې د اقتصادي څانګې اېډيټر سيمون  ماکس زېس (Simon Max Zeise) د اورمچي ښار په نړيوال بازار کې د خپلې لور لپاره ډالۍ اخيستې او ويلي يې دي، چې په دې بازار کې يې د شينجيانګ سمسور اقتصادي پرمختګ احساس کړی دی. هغه وويل، ما رښتينی شينجيانګ ليدلی. په جرمني کې په لارو کې کله کله سوالګر ګرځي، خو په شينچيانګ کې سوالګر نه ليدل کېږي او ځايي اوسېدونکي روزګار پيدا کوي او ښه ژوند لري.

د ماليزيا د نوي تنګي ورځپاڼې اېډيټر ارمان بن احمد ويلي، زما په اند د شينجيانګ اقتصادي وده ښه لرليد لري. په راتلونکو څو کلونو کې د یو کمربند او یوې لارې وړانديز د اړوندو پروژو په پلي کېدو سره به دغه سيمه لاشتمنه شي.

شينجيانګ له لرغونې زمانې راهيسې يوه داسې سيمه ده چې ډول ډول کلتورونه پکې پيوند او يوځای کېږي. يادو ژورناليستانو د روزنیزې برنامې پر مهال د شينجيانګ سيمې له موزيم څخه لیدنه وکړه، د شينجيانګ هنري تياتر د موقام هنري ډلې ننداره يې وکتله او د شينجيانګ د کلتور د ساتلو او پرمختګ په اړه په يو لړ ناستو کې يې ګډون وکړ.
د ايران د انلاين نیوز خبري اژانس مرستيال عمومي اېډيتر محمد رضا نوروزپور ويلي، په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو خلک  مختلف رواجونه او په مختلفو دينونو عقيده لري، خو هغوی بيا هم په همغږۍ سره ګډ ژوند کوي، دا ډېر ښه دی.
يادو ژورنالیستانو همدارنګه د شينجيانګ له اسلامي مدرسې او د کاشغر ښار له عیدګاه جومات څخه لیدنه وکړه. کاناډايي ژورنالیست دونوان رالف مارتين ويلی، په شينجيانګ کې خلک پر دينونو د عقيدې ازادي لري. ځيني کسان فکر کوي چې د شينجيانګ خلک ازادي نه لري، هغوی رښتينی معلومات نه دي ترلاسه کړي.

سږکال د یو کمربند او یوې لارې وړانديز د وړاندې کېدو لسمه کلیزه ده. د دغو ژورنالیستانو په اند، د چين او اروپا ترمنځ د بار وړونکو اورګاډو مرکز د دغه وړانديز د پلي کېدو لپاره د اړوندو پروژو ښه نمونه ده. د قزاقستان د لومړي نيوز ويبپاڼې اېډيټر يرجان باګداتوف د چين او قزاقستان د سرحدي سيمو ترمنځ د همکارۍ له مرکز څخه د ليدنې پر مهال ويلي، چې هغه داسې احساس کوي لکه بېرته چې خپل کور ته ستون شوی وي، د هغه په وينا ، دغه مرکز د قزاقستان او چين ترمنځ، همدارنګه د چين او اروپا ترمنځ د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابروي.

د بلژيک ژورنالیست فرانک ويليمس ويلي، چې هېواد ته يې د چين او اروپا ترمنځ اورګاډي هم رسېږي، د هغه په ښارګوټي کې د چين اورګاډي هم تګ راتګ کوي او د چين لخوا جوړ شوي موټرونه لېږدوي او دغه موټرونه په بلژیک کې ډېر د هرکلي وړ دي.
دغو ژورنالیستانو په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد مبارزې له نندارتون څخه هم لیدنه وکړ او د ګڼ شمېر انځورونو او وېډيويي تصويرونو په کتلو سره يې په دغه سيمه کې د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو معلومات ترلاسه کړي دي.

د فيليپين ژورناليست موسوليني سينسوات ليداسان ویلي، لس کاله کېږي چې ما د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزې څېړلې دي. دغه نندارتون ډېر معلومات راکړي دي. چين ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزې په برخه کې ډېر کارونه کړي او ډېرې لاسته راوړنې لري. هيله من يم چې هېوادونه د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزې لپاره ګډې هڅې وکړي.

Previous Post

بښنې سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

Next Post

د فضايي چلند نړيوالې اکاډمۍ د چين د سپوږمۍ د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې ته جايزه ورکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د فضايي چلند نړيوالې اکاډمۍ د چين د سپوږمۍ د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې ته جايزه ورکړه

د فضايي چلند نړيوالې اکاډمۍ د چين د سپوږمۍ د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې ته جايزه ورکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عمران خان ولسمشر غني ته: له افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوو

عمران خان ولسمشر غني ته: له افغان سولې بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکوو

اگست 4, 2020
بهرنیو چارو وزارت: قطر کې مېشت افغان کډوال دې هېواد ته راستانه شي

بهرنیو چارو وزارت: قطر کې مېشت افغان کډوال دې هېواد ته راستانه شي

اپریل 25, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ