د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما یوه چارواکې وایي، د اقلیم بدلون یوه نړیواله او له پولو ورها خوا ننګونه ده او له ټولو خلکو غواړي چې په ګډه کار وکړي. دغه څرګندونې د لوېدیځې حوزې لپاره د یوناما مسوولې ایلین ویلیرییل په هرات کې د اقلیم د بدلون د اغېزو په اړه په یوه غونډه کې کړي دي. یوناما په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې یوناما، په افغانستان کې د یوناما همکارانو او نورو لوبغاړو ګډون کړی و او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغېزو او هم په نړۍ کې د اقلیم د بدلون په اړه خبرې وشوې.











