د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د چین په اسیايي سیالیو کې د سپينو زرو مډال خپل کړ. د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او هند د الف لوبډلو ترمنځ د کرکټ پای لوبه د دوامداره او شدید باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده. خو د کرکټ سیالیو د اصولو او په درجهبندۍ کې د مخکي والي له امله د هند لوبډلې له دغو سیالیو د سرو زرو او د افغانستان لوبډلې هم د سپینو زرو مډالونه ترلاسه کړل.











