د الدجله په نامه یوې عراقي رسنۍ راپور ورکړی دی چې په دغه هېواد کې د امریکا سفارت ته څېرمه دوه توغندي لیګېدلي دي. د راپور له مخې، د کاتیوشا په نامه دا توغندي په عراق کې د امریکا سفارت ته څرمه چې اوسمهال ترې نظامي اډه جوړه شوې ده، لګېدلي دي. تر اوسه د یادې پېښې د مرګ ژوبله او زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه یې هم پړه کومې ډلې پر غاړه اخیستې ده. له عراقه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د یاد هېواد د سفارت تر ټینګار وروسته دا درېیم ځل دی چې په دغه هېواد کې د امریکا سفارت باندې توغندویي بریدونه کېږي او امریکا یې مسوول ایران پلوه وسله والو بولي.
































