د فلسطین حماس ډلې لخوا پر اسراییلو د شنبې ورځې له پراخ برید راوروسته دواړو خواو پر یو بل بریدونه جاري ساتلي دي. د اسراییل دفاعي ځواکونو پرون ناوخته اعلان وکړ چې د حماس د برید له پیل راهیسې دغه هېواد کې له ۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۲۱۵۰ نور ټپيان دي. هممهاله سپینې ماڼۍ ویلي چې پر اسراییلو برید کې د دوی یو شمېر وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو د هغوی شمېر یې نه دی اعلان کړی. د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند ویلي، چې حکومت یې وضعیت ارزوي او له اسراییلي چارواکو سره په تماس کې دي. د یادونې ده چې فلسطیني وسله والو شاوخوا ۱۰۰ کسان اسیر او یرغمل هم نیولي.
































