د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د ملک سلمان خیریه بنسټ د خوراکي توکي مرستې د هرات زلزله ځپلو لپاره رسېدلې دي. د یادې ټولنې پر ټویټر پاڼه راغلي چې دوی ته دغه مرستې تسلیم شوې او زلزله ځپلو ته به یې ورسوي. ورته مهال په کابل کې د ترکیې سفارت شاژدافیر جینگ اونال د ژغورنې له ۲۷ کسانو سره د دغه هېواد له مرسته شویو توکو سره هرات ته رسېدلې ده. درې ورځې وړاندې هرات او شاوخوا ولایتونه څو پرلهپسې زلزلو ولړزول، خو زلزلې د هرات زندهجان او غوریان ولسوالۍ ډېرې وځپلې.
































