د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو د یوې پرېکړې له مخې د خپلې یوې ورځې معاش د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته د مرستې په توګه ځانګړی کړی دی. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي، چې دا پرېکړه د یاد ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو او ښوونکو په خپله خوښه کړې او په وینا یې، یاده پرېکړه یې پوهنې وزارت سره هم شریکه کړې ده. عرب زیاته کړه، چې د لوګر د پوهنې ریاست د کارکوونکو او ښوونکو د یوې ورځې معاش ۱.۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې ډېر ژر به د لوګر مستوفیت له لارې د هرات ولایت زلزلهځپلیو کورنیو ته ورسېږي.











