ملګرو ملتونو ویلي چې د یو شمېر هېوادونو له لوري له دوی سره د هرات زلزله ځپلو لپاره د شاوخوا ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان شوې. له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د آلمان له لوري پنځه میلیونه یورو، د سویس له لوري ۲.۵ میلیونه یورو، د اسټرلیا له لوري یو میلیون ډالر، د ایرلنډ له لوري ۵ میلیونه یورو او د جاپان له لوري یو میلیون ډالره مرسته اعلان شوې. دا هغه مرسته ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري به وېشل کېږي. ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، چې د تېرو څو ورځو پرلپسې زلزلو له کبله ۱۱۲ کلي ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کسان اغېزمن شوي دي.
































