د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نن له قطري شرکتونو سره د څه باندې ۲۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو پروژې قرارداد لاسلیک کړ. سرپرست وزير ويلي چې دغه فابریکه کې به په کال کې یو میلیون ۵۰۰ زره ټنه سمنټ تولیدیږي چې ۵ زره کسانو ته به په کې په مستقيم او زرګونو نورو ته به په کې په غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شي.
































