پاکستاني عسکرو یو ځل بیا د کونړ پر ځینو برخو راکیټي بریدونه کړي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم سپوږمۍ رادیو ته وویل، چې تازه پاکستاني عسکرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ پر شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي دي. تېره ورځ هم پاکستاني عسکرو پر کونړ ګڼ راکیټي بریدونه کړي وو. دا بریدونه داسې مهال دي چې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان سره په دې تړاو د مذاکراتو خبر ورکړی و. بهرنیو چارو وزارت ویلي وو تر خبرو او اړیکو وروسته پاکستاني لوري منلې چې نور به پر کونړ بریدونه نه کوي. په تېرو څو ورځو کې د پاکستان بریدونو په کونړ کې خلکو ته د مالي زیانونو تر څنګ ځاني زیانونه هم اړولي دي. په دې بریدونو کې تر لسو پورې ملکي وګړي وژل شوي خو داسې ښکاري چې افغان حکومت یې پر وړاندې جدي اقدام نه دی کړی.
































