د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۱۳۷۳ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه کډوال پرون د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول. د دوی په خبره په دغه افغان کډوالو کې یو شمېر په خپله خوښه او یو شمېر یې د ایران له لورې په جبري توګه افغانستان ته را شړل شوي. کډوالو چارو وزارت ویلي، بې وزلي کډوال يې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ته د مرستو کولو لپاره ورپیژندلي دي. په دې ورستیو کې د ایران او پاکستان هیوادونو له لورې هغه افغان کډوال په زوره ایستل کیږي چې قانونې اسناد ونه لري. په پاکستان او ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو په غبرګون د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ سخت غبرګون هم ښودلی دی.
































