د پاکستان کرکټ بورډ د نړیوال جام په سیالیو کې د هند پر وړاندې د لوبې پر مهال له خپلو لوبغاړو سره د نامناسب چلند له امله د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړی دی. د هند په احمد اباد کې د هند او پاکستان د لوبې د کتلو دپاره د ۱۳۲ زره کسانو له جملې څخه یوازې ۱۰ پاکستانیانو لوبغالي ته د ننوتلو ټکټونه ترلاسه کړي و. د ټاس پر وخت د پاکستان کپتان بابر اعظم ته د ملنډو په توګه نعرې ووهل شوې او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې هندي مینه وال د محمد رضوان په ګډون د څو پاکستاني لوبغاړو سره بد چلند کوي. پاکستان په دغه پنځوس اوریزه لوبه کې یوازې ۱۹۱ منډې وکړې او د اوو ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه. پاکستان د جمعې په ورځ په بنګلور کې له استرالیا سره لوبه لري.











