د پاکستان یوې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي یې د دولتي رازونو پر سپړلو افشا کولو تورون کړي دي. رویټرز خبري اژانس د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پر حواله راپور ورکړی چې دغه دوسیه به د جمعې په ورځ پېل شي. د پاکستان د انصاف تحریک ګوند دا تور په راتلوونکو ټاکنو کې پر عمران خان یو بل ګوزار ګڼي. عمران خان د دولتي ډالیو د پلور په تور درې کاله بند محکوم او د اګسټ له پنځمې نېټې راهیسې په بند کې دی او د دغه محکومیت په پایله کې، د پاکستان د ټاکنو کمېسیون، عمران خان یې په ټاکنو کې له ګډونه تر پنځو کلونو محروم کړی دی.
































