د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د بندیانو په تبادله کې د ځنډ له امله د افغان سولې په اړه د کومې ناستې تابیا نه لري. د کابلوف په خبره، څو پورې چې د بندیانو د تبادلې پروسه نه وي بشپړه شوې د افغانستان په اړه هره ناسته او طرحه بې مانا ده. کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان حکومت ویلي، شاوخوا ۵۹۰ زندانیان د جنایي او اخلاقي جرمونو له امله نه خوشې کوي. دې چارې د سولې پروسه ځنډولې او طالبانو ویلي افغان حکومت په دې او ورته نورو بهانو هڅه کوي د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
































