د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون اسراییل ته ویلي، په امنیتي مسائلو کې دې امریکا ته انتظار نه کوي او د خپل ځان غم دې په خپله وکړي. هغه ویلي، ښایي د امریکا تر ولسمشرۍ ټاکنو وروسته په سیمه کې مهم بدلونونه رامنځته شي. نوموړي د ګالاتز په نوم له یوې اسراییلي رسنۍ سره په خبرو کې ایران کې وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، هر څوک چې دا کار کوي دی یې ملاتړ کوي. د نوموړي په خبره، که دا د هر چا کار وي دی ورسره ستونزه نه لري، ځکه د ده په خبره دا دقیقاً هغه څه دي چې امریکا یې غواړي. بولټون زیاته کړې، که څه هم دا بریدونه ښایي اسراییل نه وي کړي خو یاد هېواد باید د خپل امنیت ټینګښت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
































