کانونو او پټرولیم وزارت راتلونکی ژمی د تېلو بیو د کنټرول او د کابل ښار اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه ۲۵ زره ټنه لوړ کیفیت لرونکي سکاره په مناسبه بیه د کابل په بېلا بېلو سیمو کې پلوري. د دغه وزارت ویاند وايي، چې له کابل ښاروالۍ سره په همغږۍ یې، له یوه کورني شرکت سره، چې د ډبرو سکرو د وېش د بهیر مسوولیت پر غاړه لري هوکړه کړې ده. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د کانونو او پټرولیم وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی او د دغه بهیر د سم تطبیق او د بازارونو د نورو برخو د کنټرول غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په بازارونو کې یو من د سون لرګي په ۱۰۰ افغانۍ او د ډبرو سکرو یو من له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.
































