د آلمان پوځ په منځني ختيځ کې له زرو ډېر سرتېري ګومارلي تر څو د آلماني اتباعو په احتمالي تخلیه کې مرسته وکړي. داسې اندېښنې ښوول کیږي چې ښايي د حماس او اسرایيلو تر منځ د روانې جګړې لمن نورو سيمو ته وغځيږي. په برلين کې امنيتي چارواکو ویلي، چې د دغو عسکرو تر ټولو ډېره برخه په قبرس کې د تيارسئ په حال کې ده. پوځ ويلي، چې دغه عسکر چمتو دي چې د بېړنیو اړتیاو په صورت کې له قبرس څخه لاس په کار شي. خو د آلمان خبري آژانس زیاتوي د دې وېره شته چې د حماس او اسرایيل تر منځ د روانې جګړې لمن پراخه شي، د بېلګې په توګه لبنان او یا ایران ته ورسیږي. د حماس او اسرایيلي پوځ تر منځ دغه جګړه اوس درېمې اونۍ ته داخله شوې ده.
































