د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې دمګړۍ له افغانستانه بهر په سفارتونو کې د سرپرست حکومت څه باندې ۱۷ شارژدافیران حضور لري. د سرپرست حکومت ویاند وایي، چې د تېر حکومت د سفیرانو ترڅنګ، یو شمېر هېوادونو ته د سرپرست حکومت شارژدافېران هم معرفي شوي دي. بلخوا، یو شمېر پخواني ډيپلوماټان په نورو هېوادونو کې د سرپرست حکومت د سفیرانو حضور له هېوادونو سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره ګټور ګڼي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په ابوظبۍ کې خپل نوی سفیر معرفي کړ.
































