په پاکستان کې د پولیسو چارواکي وايي چې نن سهار په دېره اسماعیل خان کې د ټانک اډې سره نږدې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي او د درېیو پوليسو په شمول ۲۱ کسان ژوبل شوي دي. د ژغورنې ډلې وايي، په ژوبلو کې د ترافیکو یو پولیس او يوه ښځه شامله ده. د پولیس چارواکو په خبره، دا چاودنه نن هغه وخت وشوه چې ټانک اډې سره د پوليسو د ګزمې موټر په تېرېدو و. پوليس چارواکي وايي چې د چاودنې د څرنګوالي په باب پلټنې پيل شوې دي. تر دا مهاله د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.
































