د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د بې اسناده افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ په پاکستان کې اوس اسناد لرونکي افغان کډوال هم له فشار سره مخ دي. دغې ادارې ویلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه کډوال چې له دغې ادارې سره ثبت دي او اسناد هم لري، د پاکستان حکومت يې ځوروي او له سختۍ سره يې مخ کړي دي. دغه اداره زياتوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د وروستیو اقداماتو له امله د اغېزمنو کورنیو او ماشومانو خونديتوب او روغتیا ته هم اندېښمن دي. يادې ادارې د پاکستان له حکومته یو وار بیا غوښتي چې د کډوالو حقونو ته درناوی وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې مېشت بې اسنادو کډوالو ته يوه مياشت ضرب الاجل ورکړی و چې وروسته يې بيا د زرګونو افغانانو د را لېږلو لړۍ پيل کړه.
































