د اروپايي کميسیون مشره وايي، چې اروپايي ټولنه به د روسیې پرضد تازه بندیزونه اعلان کړي. اورزولا فان دیرلین تېره ورځ د اوکراين په کيف ښار کې ويلي، چې په نویو اقداماتو کې له روسیې پر وارداتو او صادراتو نور بندیزونه او د تېلو د بیې لپاره د تازه حد ټاکل شامل دي. نوموړې زياته کړې، په اروپا کې ډېری خلکو د یوې اوږدې مودې لپاره داسې فکر کاوه چې له روسیې سره راکړه ورکړه او د اروپا په نظم کې د هغې ګډون ممکن دی، خو نتیجه یې ورنه کړه. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، پر اوکراین د روسیې له برید وروسته اروپايي ټولنې په څو پړاوونو کې پر مسکو بندیزونه لګولي دي.
































