چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

اغزن سیم د افغان پوځ د پوستو څو مترۍ ته رسېدلی دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2020
in افغانستان
0
اغزن سیم د افغان پوځ د پوستو څو مترۍ ته رسېدلی دی
745
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د تېرو سرغړونو په دوام، پاکستان تازه په کونړ کې نور هم خپلې پوستې او اغزن سیم افغان لوري ته راوړاندې کړي دي. په کونړ کې د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني عسکر ورځ پر ورځ په افغان خاوره کې تاسیسات جوړوي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې چوپ دی. د دوی په خبره، ان په ځينو سیمو کې کلي او زراعتي ځمکې د پاکستاني پوځ له لوري د اغزن سیم په وسیله نیمايي شوې دي. افغان حکومت بیا په لوړه کچه تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو چارواکو ویلي، پاکستاني ځواکونه به دې کار ته پرې نه ږدي.

د ولسمشر غني د حکومت د لومړۍ دورې له پیله تر دې دمه پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د نظامي تاسیساتو جوړول پيل کړي دي. دوی د لومړي ځل لپاره پر تورخم پوله د رسمي پولې په څېر دروازه جوړه کړه، د وېزې اخیستل یې جبري کړل او په پراخه کچه یې پر ډیورنډ فرضي کرښې د سرتېرو ځای پر ځای کولو ته مخه کړه. ډیورنډ فرضي کرښه ده چې پاکستان ورباندې د ورته اقداماتو حق نه لري، خو د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت له کلونو راهیسې د پاکستاني لوري پر دې غیر قانوني اقداماتو پټه خوله دی.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

اوس تازه د طلوع نیوز یو راپور ښيي چې په کونړ کې په ځينو ولسوالیو کې پاکستاني عسکر څو کیلومتره افغان خاورې ته ننوتي او نظامي تاسیسات یې جوړ کړي دي. د سیمې اوسېدونکو خپلو کورونه پرې اېښي دي، خلک په دوو برخو وېشل شوي، اغزن سیم کش شوی او د  ځینو خلکو کورونه په توغندیو ویشتل شوي، څو له سیمې کډه کولو ته مجبور شي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي وايي چې پاکستاني عسکر تر ټولو سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالۍکې رامخ ته شوي دي. د دوی په خبره، په دې ولسوالیو کې یې ځینې کلي په اغزن سیم په دوو برخو وېشلي چې نیم اوسېدونکي یې یوه خوا پاتې دي او نیم بلخوا، خو افغان ځواکونو يې پر وړاندې هېڅ ډول اقدام نه دی کړی. ځینې انځورونه ښيي چې د پاکستاني عسکرو اغزن سیم ان د افغان ځواکونو د  پوستو څو مترۍ ته رسېدلی دی.

بلخوا سندونه ښيي چې څلور کاله وړاندې یوه ملکي او نظامي پلاوي په ګډه د دغې سیمې په اړه یو راپور چمتو کړی او په هغه کې یې یادونه کړې چې پاکستاني عسکر له خپلو ځایونو افغان لوري ته را اوښتي، تاسیساتو یې جوړ کړي او اغزن سیم تېروي، خو افغان حکومت یې پر وړاندې بیا هم غبرګون نه دی ښودلی.

د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد دین صافی بیا وايي، پاکستاني عسکر په دې نامه دلته تاسیسات جوړوي چې ګواکې له امریکايي او افغان پوځيانو سره په ګده ترهګر تعقیبوي. د ده په خبره: ((وايي موږ دلته ګډه اډه جوړوو، افغان، امریکايي او پاکستاني عسکر به دلته وي، باید دښمن تعقیب کړو او پر وړاندې یې ګډ عملیات وکړو، په همدې نامه زموږ خاورې ته راغلي او تاسیسات یې جوړ کړي، اغزن سیم یې هم تېر کړی دی)).

بلخوا د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د دوی نږدې لس کلي د پاکستاني عسکرو له لوري د اغزن سیم په تېرولو په دوو برخو وېشل شوي چې نیم یې یوه خوا او نیم نور یې د سیم بلخوا ژوند کوي. د دوی په خبره، په دې سره د خلکو ځمکې او کورنۍ بېلې شوې دي. د سرکاڼو اوسېدونکی عبدالودود وايي: ((له اغزن سیم هاخوا زما ماماګان  او کاکاګان دي، د سیم تر غځولو مخکې موږ له یو بل سره تګ راتګ کاوه، خو اوس دا کار نه شو کولی».

یوازې کونړ نه، بلکې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې پاکستاني عسکرو په بېغمه زړه افغان خاورې ته پرمختګ پیل کړی، خو افغان پوځ او حکومت یې پر وړاندې د پام وړ اقدام نه دی کړی. څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې غړو هم په دې تړاو اندېښنه وښوده. ډیورنډ فرضي کرښه ده چې د دغه کرغېړنې کرښې دواړو لورو پرتو ولسونو ته د منلو نه ده، خو افغان حکومت پر دغه فرضي کرښه د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې چوپ دی چې دا چوپتیا د جدي اندېښنې وړ ده.

Tags: Top
Previous Post

د خلیلزاد نوی سفر، بین الافغاني خبرې، ستونزې او خنډونه

Next Post

د سبزۍ ګټې!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سبزۍ ګټې!

د سبزۍ ګټې!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ټرمپ: د کرونا د قربانیانو یاد مې له سترګو خوب تښتولی

ټرمپ: د کرونا د قربانیانو یاد مې له سترګو خوب تښتولی

مې 6, 2020
خلک: د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو د توکو بيې په خپل حال دي

خلک: د افغانیو ارزښت لوړ شوی خو د توکو بيې په خپل حال دي

نوومبر 25, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved