د بغلان د ده صلاح ولسوالۍ د خاواک سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې. د بغلان د ده صلاح ولسوال لعل محمد محمدي وویل، چې د دې سړک تر بیارغونې وروسته د لارې بندښت نه رامنځ ته کېږي او مسافر کولی شي، چې له شمال – کابل ته په دې لاره باندې په خوندي ډول پرته د لارې له بندښت څخه سفر وکړي. ورته مهال د کابل – شمال د لویې لارې موټر چلوونکي وايي، چې د دې سړک بیارغونې دوی ته ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او دوی اوس د لارې له بندښت پرته په دې لاره سفرونه کوي.
































