د ملګرو ملتونو د بشردوستۍ چارو د همغږۍ ادارې ویلي، چې د روانې میاشتې تر دویمې پورې پر غزې تړانګه کې پر ۲۴۶ ښوونځيو بریدونه شوي دي. د فلسطین د روغتیايي چارو وزیر په همدې ورځ ویلي، تر اوسه په غزه کې ۱۵۰ تنه طبي او روغتیايي کارکوونکي وژل شوي، ۱۶ روغتونونه او ۳۲ کلینیکونه د سون موادو د کمښت له امله اړ شوي چې خپل کارونه ځنډولي دي. د حماس مطبوعاتي دفتر ويلي، د اسرایلو په بريدونو کې ۴۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې له اسرایل څخه خپل سفیر وباسي.
































