د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د کرونا ویروس د کنټرول لپاره د ټرمپ اقدامات کمزوري بللي دي. پلوسي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د ټرمپ د بې پروایئ او ناسمو پلانونو له امله کرونا ویروس په امریکا کې درانه تلفات واړول. نوموړې ویلي ټرمپ د کرونا پر وړاندې بې پروا دی، داسې ښکاري لکه دا ویروس چې د ټرمپ خپل ویروس وي. د پلوسي په وینا کرونا ویروس په حقیقت کې د ټرمپ خپل ویروس دی ځکه یې پر وړاندې دومره بې پروا دی. هغې ویلي چې په امریکا کې د روان وضعیت ټول مسوولیت د ټرمپ په غاړه دی.
































