د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په ایران کې د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیر احمد وحیدي سره لیدلي دي. د اقتصادي معاونیت پر ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې اقتصادي مرستیال ویلي، چې د ایران دولت تل په سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی کړی او دمګړۍ د مېلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. نوموړي همدارنګه د ایران د کورنیو چارو له وزیره غوښتي چې د بېلابېلو سپکو جرمونو په تور افغان بندیان ازاد او نور بندیان سرپرست حکومت ته وسپاري. اقتصادي معاونیت پر خپله ټویټر پاڼه د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحيدي پر حواله لیکلي چې نن تر ټولو ښه فرصت برابر شوی څو ایران او افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې له شته فرصتونو په ښه توګه استفاده وکړي. وحیدي همدارنګه ویلي چې د افغانانو د ښه انسجام او د هغوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره به د دواړو هېوادونو له لوري ګډه کمېټه جوړه شي.
































