د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ایران ته د خپل سفر په دوام، د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر، علي اکبر محرابیان سره لیدلي دي. اقتصادي معاونیت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو خواوو په دغه لیدنه کې د اوبو د مدیریت، په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د ایران د تخنیکي مرستې سربېره پر پانګونې، کرنې او اوبولګونې او د وچکالۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې کړي دي. په دغه لیدنه کې اقتصادي مرستیال، د هلمند سیند ته په اشارې ویلي، چې له یاد سیند څخه د ایران د تخنیکي پلاوي تر لیدنې وروسته دا جوته شوه چې، د هلمند د سیند اوبه تر خپلې کچې څو برابره کمې شوي دي او د سرپرست حکومت دریځ په دې برخه کې پر ځای دی.
































