له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدیخوا له پاکستان څخه د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او شړلو په لړ کې ۶۵۸۴ نور افغان کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي. د پاکستانيو رسنیو د راپور له مخې؛ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په لویه کچه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لپاره لنډمهاله ترانزیتي کمپونه جوړ شوي دي. پاکستان رسمي اعلان وکړ، چې په ټول هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو لټون کوي. په پاکستان کې له څلور میلیون ډېر افغان کډوال میشت دي، چې شاوخوا یو میلیون او اووه سوه زره یې د اوسېدو اسناد نهلري. دوه ورځې مخکې د تورخم له لارې ۷۱۳۵ افغان کډوال افغانستان ته را شړل شوي دي.
































