ازبکستان وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان/ایکو په راتلونکې سرمشریزه کې به افغانستان ګډون ونه کړي. د ازبکستان د ولسمشر د دفتر رییس ويلي، چې د ایکو په سرمشریزه کې د افغانستان د ګډون لپاره د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د حکومت رسمیت پېژندل په کار دي. نوموړي زياته کړې، چې افغانستان د ایکو غړی هېواد دی، خو د ۲۰۲۱ په اګست کې د بدلون له امله دا هېواد د ایکو په غونډو او فعالیتونو کې په موقتي ډول برخه نه شي اخیستلی.
































