د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له سپوټنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې له سعودي عربستان سره خبرو ته چمتو دی او دوی غواړي له یاد هېواد سره دوستانه اړیکې ولري. ظریف زیاته کړې، امریکایانو وښوده چې د سعودي عربستان د ګټو لپاره هیڅ جګړې ته چمتو نه دي نو سعوديان باید لږ له خوبه راویښ او پر امریکا تر حد ډېر باور ونکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، دوی له ټولو ګاونډیانو سره د دوه اړخیزو ګټو پر بنسټ نیکې اړیکې لري او غواړي د سعودي په ګډون له ټولو سره دوستانه اړیکې ولري خو په وینا یې سعودي او متحده عرب امارات پخپله نه غواړي له دوی سره یې مناسبات ښه شي.
































