په هند کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان او سویلي افریقا د ملي لوبډلو ترمنځ سیالي کېږي. د هند د احمداباد د کرکټ په میدان کې د افغانستان دغه وروستۍ سیالي نن د کابل پر وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دوی هیله من دي چې افغانستان به دغه مهمه مسابقه وګټي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر اوسه د انګلستان، پاکستان، هالنډ او سریلانکا په وړاندې بریا خپله کړې، خو بنګلهدېش، هند، نیوزیلنډ او اسټرالیا ماتې ورکړې ده.
































