د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي چې په افغانستان کې د دغه سازمان روغتونونو ته د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ناروغانو په شمېر کې د تېرکال پرتله زیاتوالی راغلی دی. افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون د میاشتو ترمنځ ددغه سازمان روغتونونو ته په مجموعي ډول دوه سوه او ۶۸ زره او ۳۹۴ ناروغانو مراجعه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې په دغه شمېر کې ۱۷۹ زره او ۸۶۰ تنو ته په عاجله خونه کې روغتیايي مشورې ورکړل شوي، ۵۰ زره او۱۹ تنه بستر شوي او اته زرو او ۸۶۴ ته د عاجلو او اوو زرو او ۶۲۹ تنو ته د جراحۍ د خدمتونو د برابرولو په ګډون روغتیايي خدمتونه برابر شوي دي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بلخ ، هرات او هلمند ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې اته روغتونونو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.
































