د بحران نړیواله ټولنه وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز ایستل په سیمه کې بې ثباتي رامنځته کوي. دغه ډله چې په نړۍ کې د روانو بحرانونو په اړه څېړنې کوي په خپل تازه راپور کې لیکي، چې پاکستان بحران ځپلي افغانستان ته د میلیونونه افغان کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړی دی. دې ټولنې هغو علتونو ته هم کتنه کړې ده چې له مخې یې اسلام آباد د افغانانو د ایستلو پرېکړه کړې. په راپور کې د بحران د نړیوالې ټولنې ويلي، دا پالیسي به په داسې حال کې چې اسلام آباد غواړي په امنیتي برخه کې خپل اقدامات توجیه کړي، په سیمه کې بحران لا پراخ کړي. دغې ټولنې د امریکا په ګډون له هغو هېوادونو چې پر پاکستان نفوذ لري غوښتي چې اسلام آباد له دې پلان څخه لاس اخیستلو ته وهڅوي. دا ټولنه وايي، که نړیوال دا کار نه کوي نو لږترلږه د پاکستان له سرپرست حکومت څخه دې وغواړي چې اوسنی غیرعملي پلان وځنډوي او پرځای دې یې له افغانستان او پاکستان دواړو څخه وغواړي چې په تدریجي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې موافقه سره وکړي.
































