روسي رسنيو راپور ورکړی، چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، ملګري ملتونه یو ځل بیا افغانستان لپاره د ځانګړو استازو ستره غونډه جوړوي. کابلوف که څه هم د غونډې د ځای او وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې ناسته به نږدې راتلونکې کې را و بلل شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د روان کال په مې میاشت کې هم دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې وه چې د افغانستان لپاره د ۲۳ هېوادونو او بنسټونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.
































