د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، کابل ښار کې یې د نویو ترمینلونو جوړولو لپاره طرحه چمتو کړې او د پلې کېدو په موخه یې هڅې روانې دي. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند ویلي چې کابل ښار کې د ترافیکي ګڼېګوڼې کمېدو په موخه له ښاره د باندې نوي معیاري ترمینلونه جوړ او د ولایتونو د لیني او مسافروړونکو موټرو تمځایونه به دغو ترمینلونو ته ولېږدول شي. په ورته وخت کې د ځمکني ترانسپورتي شرکتونو مسوولین وايي، کابل ښار کې د نویو ترمینلونو په رامنځته کېدو سره به د دوی لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
































