چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

امریکا ته د چین د دولت د رییس سفر به څه لاسته راوړنې ولري؟

لیکنه: محمدشفیق رشید

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 15, 2023
in ليکنې او تحلیلونه
0
سروې: چين او امريکا دې د خپلمنځي اړیکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره د دواړو مشرانو موافقې پلې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

خبري رسنیو ویلي چې د چین د دولت رییس د نوامبر په ۱۴مه نېټه د امریکا سانفرانسیسکوته په یوه رسمي سفر تللی دی.

رسنیو ویلي چې دغه سفر د امریکا د ولسمشر جوبایډن په بلنه شوی او ټاکل شوې چې دواړه مشران د امریکا- چین ترمنځ د اختلافونو د لرې کېدو، ګډو ګټو او همکارۍ پر زیاتېدو او مهمو نړیوالو مسایلو بحث وکړي.

دغه راز ټاکل شوې چې د چین د دولت رییس شي جین پينګ به د اپک Apec) سازمان غړو د مشرانو په ۳۰مه غیر رسمي ناسته کې هم ګډون وکړي.

په دې لنډ تحلیل کې پر دې بحث شوی چې دغه سفر به پر نړیوالو مسایلو په ځانګړې توګه پر فلسطین د اسراییلو بريد، اوکراین او آن افغانستان پر مسایلو څه اغېزه ولري….؟

په داسې حال کې چې نړۍ له یوې خوا له تقریبا اقتصادي بحران سره مخ ده او له بلې خوا د یو قطبي کېدو له حالت څخه د وتلو له کش مکش سره مخ ده یعنې سوکه سوکه د نړۍ له ډېرو برخو په خاصه  توګه آسیا څخه د امریکا د بادارۍ ټغر سوکه سوکه د ټولېدو په حال کې دی خو دغه هېواد د خپلې بادارۍ ساتنې په موخه لا هم وروستۍ هڅې کوي چې د روسیې او اوکراین کرکېچ، د فلسطین او اسراییلو مسئلې، پر سترو چیني شرکتونو یو اړخیز بندیزونو، د افغانستان د شتمنۍ برمته کولو او داسې نورو ته يې اشاره کولای شو.

دې ته په پام سره چې امریکا او چین د نړۍ لومړۍ او دویمه درجه لوی اقتصادي قدرتونه، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي او پر نړیوالو قضیو تاثیر اچوونکي هېوادونه دي.

نو طبيعي ده چې د دې دواړو هېوادونو ګډه همکاري، نږدېتوب او اختلاف، ټکر او لرې والی پر نړیوالو قضیو په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې بې اغېزې نه دي.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې امریکا له وروستیو څو کالو راهیسې پر سترو چیني شرکتونو بندیزونه لګولي او دغه راز يې ځینو چارواکو ټایوان ته په خپل سر سفرونه کړي، هغه موضوع چې چين يې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي او په دې اړه يې امریکا ته خپل احتجاج هم وړاندې کړی دی.

 

د چین د بهرنیو چارووزارت د نوامبر په ۱۳مه ویلي چې دواړه مشران به پر دې خبرې وکړي چې څنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سټراټژيکې اړیکې ټینګې کړي چې د متقابل دراوي پر اساس ولاړې وي، ټول شموله وي او دغه راز به د نړۍ د سولې او پرمختګ په اړه بحث او د نظر تبادله وکړي.

 

دغه سرچینې ویلي چې چین له امریکا سره د متقابل درناوي پر اساس، سوله ییز پرمختګ پر اساس ولاړو  ګډو همکاریو په رڼا کې اړیکې غواړي او دې ته په درنه سترګه ګوري.

د چین دغه ډيپلوماټيک ارګان همدارنګه ويلي چې د لویو هېوادونو ترمنځ سیالۍ د زمانې له غوښتنو سره سمون نه لري او له دې لارې نه د امریکا کورنۍ ستونزې حل کېدای شي او نه هم نړیوالې ننګونې.

د دغه وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي چې هېواد يې له امریکا سره له سیالۍ وېره نه لري، خو له دغه هېواد سره د سیالۍ په بڼه د اړیکو له تعریف سره مخالف دی.

یو شی چې ډېر روښانه دي دا دي چې چین د ټایوان مسئله خپله سره کرښه ګڼي او په دې اړه له هېچا سره معامله او خبرې نه کوي.

دغه خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماو نینګ په خبرو کې ډېره روښانه شوې او ویلي يې دي چې د امریکا پخواني حکومت د تایوان مسئلې په اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د چین د دولت له رییس شي جین پینګ سره د لیدنې پرمهال روښانه او څرګندې ژمنې کړې او باید دا ژمنې عملي کړي.

هغې ویلي چې بایډن هغه مهال په ډاګه ویلي چې هېواد يې د تایوان له خپلواکۍ ملاتړ نه کوي او امریکا باید د یو چین پېژندنې اصل عملي کړي.

که څه هم د چین کومې رسمي سرچینې نه دي ویلي چې دواړه مشران به د منځني ختیځ په تېره بیا پر فلسطین د اسراییلو د برید، د اوکراین او روسيې پر کړکېچ او د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ پر برمته کېدو او اړونده نورو مسئلو خبرې وکړي، خو اټکل کېږي چې د دوی هر توافق به پر دې ټولو مسایلو اغېزه ولري.

هماغه ډول چې چین د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ له برمته کېدو او پر دغه هېواد د امریکا له بندیزونو سره پخوا هم مخالفت کړی، پر فلسطین د اسراییلو بریدونه په تېره بیا هلته د ښځو او ماشومانو له وژل کېدو سره مخالف پاتې شوی او دغه راز يې د اوکراین او روسيې د کړکېچ له زیاتېدو سره مخالفت کړی او د دې ټولو مسئلو د حل لپاره يې جلا جلا طرحې وړاندې کړي، نو طبيعي ده چې که دواړه مشران یوه توافق ته رسېږي نو پر یادو موضوعاتو به تاثیر ولري.

خو آیا امریکا به پر خپلو ژمنو عمل وکړي؟

دا چې امریکا رښتیا هم غواړي چې پر نړۍ به خپله باداري پای ته ورسوي او پر خپلو ژمنو به عمل وکړي او کنه دا به وخت ثابته کړي.

خو اوس دوه اټکلونه مطرح کېږي، یو دا چې امریکا نور دې پایلې ته رسېدلې چې د ټکر او تضاد له لارې ګټه نشي کولای، بلکې ځان لا پسې منزوي او خرابوي.

او بل دې ته په پام سره چې امریکا یوه یوه پېچلې پالیسي لري او چې د دوی پکې ګټه وي نو نه د ژمنو په کیسه کې ده او نه د تړونونو، آن نړیوال مقررات يې هم مات کړي دي.

زما په یاد دي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست په ۳مه د چین بایټ ډنس شرکت دې په امریکا کې ټيک ټاک اپلېکشن د امریکا پر مایکرو سافټ کمپنۍ وپلوري او دغه چیني شرکت يې په تور ليست کې شامل کړ.

 دا اقدام يې ځکه وکړ چې ټیک ټاک یو چیني اپلېکشن دی او په نړیواله کچه يې د مینه والو شمېر زیات شوی و.

هغه امریکا چې ځان د بیان آزدۍ ټیکه دار ګڼي خو چې کله يې د خپل سیال یعنې چین یو شرکت ولید چې ګټې يې ورځ په ورځ زیاتېږي نو د ټولو نړیوالو مقرراتو خلاف يې بندیز ورباندې ولګاوه.

دغه راز کله چې چین په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د «کمربند او لار» وړاندیز مطرح کړ،  له هماغه وخته امريکا د چين د اقتصادي پرمختګ په اړه چې لا له وړاندې يې سرعت ډېر تېز و، لالهانده شوه او په مختلفو برخو کې يې ياد وړانديز د عملي کېدو د مخنيوي او يا خنډجوړولو ته مخه کړه.

د اقتصادي جګړې زيان نه يوازې ښکېلو لوريو، بلکې ټولې نړۍ ته رسېږي، په دې معنا چې که د چين او امريکا اقتصادي اړيکې نورې هم خرابېږي، نو طبيعي ده چې نور هېوادونه به د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره ځينې د چين پر خوا را ټول شي او ځينې هم د امريکا چې په دې صورت کې ويلای شوو چې زيانونه به يې تر چين او امريکا پورې محدود نه شي، بلکې ټوله نړۍ به اغېزمنه کړي.

نو اصولي او معقوله لار داده چې دواړه هېوادونه دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي، تر څو هم خپله او هم نوره نړۍ له ستونزو څخه نجات پيدا کړي.

نړیوال د چین او امریکا نږدې کېدو ته په کومه سترګه ګوري؟

د چین سي جي ټي ان ټلویزیون ویلي چې دوی په دې وروستیو کې یوه انلاین سروې کړې او ۸۶ ګډونوال په دې نظر دي چې د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره باید په بالي کې د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې عملي شي.

د سروې ۹۱.۲ سلنه ګډونوال په دې اند دي چې چين او امريکا بايد د متقابل اعتماد او مساواتو پر بنسټ لویو او اصلي ګټو او مهمو مسئلو ته درناوی وکړي، څو خپلمنځي اړيکې يې ښه پرمختګ ومومي.

د سروې ۹۲ سلنه ګډونوال بيا په دې نظر دي چې د چین او امريکا ترمنځ اړيکې د زيرو سم لوبې (zero sum) اساس نه دی او دواړه خواوې بايد د خپل پرمختګ لپاره د مقابلې خوا موجه حقونه تر پښو لاندې نه کړي او بنديزونه بايد ونه لګوي.

نتیجه ګیري:

تقابل او ټکر په تېره بیا د لویو قدرتونو ترمنځ اختلافونه او سیالۍ د هېڅ لوري او آن د نړۍ د هېڅ فرد په ګټه نه دي پاتې شوې نو لازمه دا  ده چې هغوی خپل نظریاتي اختلافات د خبرو او معقولو لارو حل کړي چې هم يې ځانونه له زیانه و ژغورل شي او هم نړیوالو ته زیان ونه رسېږي.

Previous Post

اروپايي ټولنې له اوکراین سره ۱۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه

Next Post

شي جين پينګ د چين او امريکا د مشرانو غونډې او د ايپېک د مشرانو ۳۰مې غير رسمي غونډې کې د ګډون په پار د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېد

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
شي جين پينګ د چين او امريکا د مشرانو غونډې او د ايپېک د مشرانو ۳۰مې غير رسمي غونډې کې د ګډون په پار د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېد

شي جين پينګ د چين او امريکا د مشرانو غونډې او د ايپېک د مشرانو ۳۰مې غير رسمي غونډې کې د ګډون په پار د امريکا سانفرانسيسکو ته ورسېد

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

جون 2, 2026

Free Spins No Deposit Required Keep Your Winnings Ireland

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved