د نورو ولایتونو تر څنګ لغمان ولایت ته هم له پاکستان څخه د راغلو کډوالو لړۍ پیل شوې چې هلته ۱۴۰کورنیو ته پنډغالی جوړ شوی دی. له پاکستانه دغه پند غاړي ته راغلي کډوال وايي چې دوی په دغه کمپ کې د سرپرست حکومت له لوري د ترسره شويو مرستو خوښ دي، خو وايي د سر پنا او کار نشتوالي اندېښمن کړي. د لغمان د کډوالو او وبېرته راستنېدونکو چارو رییس حبيب ارحمن ارباب وايي، دغه کمپ د ۱۴۰راستانه شويو کورنیو لپاره جوړ شوی چې یادې کورنۍ به د لنډې مودې لپاره په یاد پنډ غالي کې ساتل کېږي او تر ثبت او راجستر وروسته دغو کورنيو سره مرستې ترسره کېږي او بیا خپلو سيمو ته استول کېږي. د نوموړي په خبره، د کډوالو ټولو ستونزو ته د رسېدګۍ په پار یې چټکې هڅې روانې کړي دي .
































